د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت تر منع کولو درې کاله وروسته بیا هم د بدیل کښت په برخه کې بزګرو مناسب بدیل نه دی ترلاسه کړی. د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام یا (UNDP) چارواکي وايي چې، د کوکنارو د کښت له بندولو سره د لسګونو زره بزګرو مالي عایدات له لاسه وتلي، خو بزګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د اوبو کافي امکانات نه دي برابر شوي. د اسيا لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مشره (کاني ویګنا راجا) وايي، که څه هم د طالبانو د حکومت...